Categories

RSS Feeds

Posted on February 4, 2012 at 9:24 am

د فایلونو اقسام

کله چې تاسو فایل سیستم غوره کوی نو باید په پام کې ونیسی چې دغه فایل سیستم دکومو کارونو دسرته رسولو امکانات لدی یا په دې مانا چې په دغه فایل سیستم کې تاسو خپل په زړه پورې کارونه اوچارې سرته رسولی شی اوکه نه؟ همداراز تاسو باید دهر فایل سیستم اړې (limitations) هم وپیژنۍ دنمونې په توګه :دهارډیسک اندازه،دکلسټر اندازه،دفایل اندازه،اودنورو عاملو سیستمونو سره دکارکولو وړ  توب اوداسې نور.دویندوزایکس پې لپاره ترټولو غوره فایل سیستم NTFSدی .تاسوکولای شی ډیر په اسانۍ سره دFAT اوFAT 32 فایل سیستمونه په NTFS واړوی مګر کله چې تاسو فایل سیستم له FAT اوFAT32 څخه په NTFSواړوو بیا نه شی کولای دNTFS فایل سیستم څخه یې بیرته FATیاFAT32 ته واړوی ترڅو موخپل هارډیسک فارمټ نه کړی .

دFAT فایل سیستم دمایکروسافت ډاس سره ډیر کاریدودFAT32 فایل سیستم بیاله ویندوز ۹۵ اونورسره منځ ته راغی مګر ویندوز ایکس پي دواړه یادشوي فایل سیستمونه کارولی شي .دFAT اوFAT32فایل سیستمونه ترمنځ په دریو غټو برخو کې توپیر لیدل کیږي :

۱- دهارډیسک اندازه (Volume size)

۲- دکلسټر اندازه (Cluster size)

۳- داچې له کومو عاملو سیستمونو سره کار کولی شي .

دیادونې وړده چې FAT کولای شي تر دوه ګیګابایټوپورې دهارډیسک میچ وکارولی شي له دې پورته نه شي کولای مګر FAT32 کولای شی د۳۲ګیګا بایټوپه میچ هارډیسک هم وکارولی شي .

اړینه ده چې که دهارډیسک میچ مو زیات وي نو په وړوبرخو یې وویشی چې دVolume په نامه یادیږي په FAT فایل سیستم کې تاسو کولای شی یوازې ددوه ګیګابایټوپه میچ والیوم جوړکړی له دې زیات نه شی کولای .مګر FAT32 تاسو ته تردې هم ډیر اسانتیا درکوي په دې مانا چې تاسو کولای شی له دوه ګیګابایټو څخه غټ میچي والیومونه جوړ مګر له ۳۲ګیګابایټو څخه یې باید میچ غټ نه شي .

دFAT فایل سیستم د۶۴کیلو بایټو په میچ کلسټرونه جوړوي مګر FAT32 د۱۶کیلو بایټوڅخه غټو کلسټرونو ته اجازه نه ورکوي دیادونې وړه دهر هغه فایل سیستم چې دهارډیسک دکلسټرونو میچ یې هرڅومره کوچنی وي ګټور دي ځکه چې خبر توکې په کلسټرونو کې خوندې کیږي اوکه چیرې کلسټر خراب شی نودهغه کلسټر ځای نشي کارول کیدای نو له همدې امله که کلسټر کوچنی وي اوخراب هم شي نو څه باک نشته اوکه فایل سیستم غټ میچې کلسټرونه جوړوي اوبیا زمونږ کلسټرخراب شي نو دخپل هارډیسک ډیر خبرتوکي اوډیر ځای له لاسه ورکوو نوځکه هرهغه فایل سیستم چې واړه کلسټرونه جوړوي غوره بلل کیږي .

بله مهمه خبره داده چې دواړه FATاو FAT32 دوه عامل سیستمونه په یوه هارډیسک کې چلولی شي چې دDual boot ورته ویل کیږي .

دادواړه فایل سیسټمونه له عاملونو سیستمونه سره په لاندې توګه کار کولی شي :

وینډوز ایکس پي له FAT,FAT32 اوNTFS دریو واړو سره کار کولی شي .

وینډوز ۲۰۰۰ پروفیشنل هم له دریو واړو پورتینو فایل سیستمونو سره کار کولی شي .

 Windows NT Workstation 4.0 له NTFSاوFAT سره کارکولی شي مګر لهFAT32 سره کارنه شي کولی.

Windows 95, Windows 98 اوWindows Millennium یوازې له FAT اوFAT32 سره کارکولی شي دغه وینډوګانې له NTFS سره کار نه شي کولی.مایکروسافټ ډاس بیایوازې له FAT سره کارکولی شي له نورودوویانې FAT32 او NTFSسره کار نه شي کولای .

Posted on November 5, 2011 at 3:30 pm

د کمپیوټر په اړه

کمپیوتر:

کمپیوتر عبارت له هفه تخنیکی ماشین څخه دی چی معلومات ترکارلاندی نیسی.

په عمومی دول دوه نوع کمپیوتر لرو:

اول- Analog كمپيوتر.

دوهم-Digital کمپیوتر.

 دكمپيوترونو تقسيم بندي له نكاه دي تكنالوژي:

۱-اول نسل:lampy  کمپیوترونه چی له ۱۹۳۵تر۱۹۵۵پوری مروج وه.

۲-دوهم نسل:Transistory کمپیوترونه چی له ۱۹۵۰ نه تر۱۹۷۰ پوری مروج وه.

۳-دریم نسل:هغه کمپیوترونه دی چی له IC گانو پکی استفاده شوی.

۴-څلورم نسل:هغه کمپیوترونه دی چی LSI,VLSI په کی استفاده شوی.

۵-پنڅم نسل: هغه کمپیوترونه دی چی ULSI په کی استفاده شوی.

فایل سیستم(File System)

فایل سیستم داسې یو جوړښت دی دکوم په مټ چې دیوفایل نومول ،خوندې کول اوفایل ته لاس رسی ترسره کیږي .ویندوز ایکس پي په هارډیسکونو کې دری ډوله فایل سیستم کارولی شي :

۱-FAT (File Allocation Table)

۲- FAT 32

۳- NTFS (New Technology File System)